د لغمان روغتیایي علومو انسټیټیوټ سره د ۱۸۵٬۰۶۰ افغانیو په ارزښت د طبي او تدریسي توکو مرسته وشوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۴:۳۷
moph

یاده مرسته د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټوټ له لوري وشوه، چې موخه یې د لغمان ولایت د نوي تأسیس شوي روغتیایي علومو انسټیټیوټ د زده‌ کړو بهیر پیاوړتیا، د زده‌ کړیالانو ظرفیت لوړول او د روغتیايي خدمتونو پراختیا ده.

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل، یاد توکي د زده‌ کړو بهیر پیاوړتیا او د روغتیايي اسانتیاوو ښه‌ والي لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، دغه مرسته به د زده‌ کړیالانو د علمي ظرفیت په لوړولو او د خدماتو پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

نورستان ولايت کې سیلاب‌ ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې روغتیايي اسانتياوې برابر شوي دي

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او بېړنیو ناروغانو درملنې په موخه امبولانسونه او نور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې د هوا ککړتیا د مخنیوي نظارتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د EPR پلاوي د نورستان له والي سره د سیلاب ځپلو روغتیايي وضعیت وڅېړه

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) کمېټې ټاکل شوي پلاوي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، ښاغلي الحاج زین‌العابدین عابد سره ناسته. . .

BACK TO NEWS