د غور ولایت تیوره ولسوالۍ په یخن سفلي کلي کې یو فرعي روغتیايي مرکز پرانیستل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۳۸
MOPH

دا فرعي روغتیايي مرکز د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس، د دې ادارې د کارکوونکو، د روغتیا سیمه ییزې شورا استازو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې په رسمي توګه پرانیستل شو.

یاد روغتیايي مرکز د دې ولسوالۍ د یو اوسېدونکي له لوري د څه باندې یو میلیون افغانیو په شخصي لګښت جوړ شوی، چې د یوې مجهزې ودانۍ، تشخیصیه خونې، درملتون او د ناروغانو د استراحت خونې درلودونکی دی او په یو شمېر نورو اړینو وسایلو هم سمبال دی.

د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس، د دې غوره اقدام ستاینه وکړه او دا یې د یووالي، د ټولنیز مسؤلیت احساس او د حکومت سره د خلکو مستقیمې همکارۍ یوه بېلګه وبلله.

د عامې روغتیا رئیس زیاته کړه، دا چې غور ولایت د خپل جغرافیایي موقعیت، د اسانتیاوو نشتوالي او د هېواد له مرکز څخه د واټن له امله له روغتیايي ننګونو سره مخ دی، نو په داسې حالت کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو او پیاوړتیا کې د خلکو رول خورا حیاتي دی او موږ د داسې خیریه اقداماتو هرکلی کوو او په دې برخه کې تخنیکي او نظارتي ملاتړ ته ژمن یو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS