د غزني عامې روغتيا رياست کې د ولايتي همغږۍ (PHCC) غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۹:۵۹
MOPH

ياده غونډه د غزني د عامې روغتيا رئیس ډاکتر محمد زرک ځیرک په مشرۍ د ولایت مقام، علماوو شورا او اقتصاد ریاست استازو، تطبیقوونکو مؤسسو او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه، په کې پر ځینو مهمو مسايلو بحث او خبرې وشوې او د بېلابېلو سیمو څخه راغلې عريضې هم وارزول شوې.

د غزني د عامې روغتيا رئیس د ټولو همکارو ادارو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او یاده غونډې یې د روغتیايي خدمتونو ښه‌والي او ستونزو حل لپاره مهمه وبلله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS