د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول
د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته وسپارل شول.
دغه ماشینونه په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د ناروغیو د دقیق او پر وخت تشخیص او د تشخیصيه ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه یادو روغتونونو ته ورکړل شوه.
د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو مسؤلینو د دغو ماشینونو د پېرلو له امله د UNDP له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د تشخیصيه امکاناتو پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ کارونې او خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې یې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
