د عامې روغتیا وزیر په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییز تخصصي روغتون ټرینر متخصصینو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ناسته وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۲:۴۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او ورسره مل پلاوي یې ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال د سیمه ییز تخصصي روغتون ټرینر متخصصینو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د سیمه ییز روغتون ټرینر متخصصینو عامې روغتیا وزیر ته د ښه راغلاست وویلو او هم یې د روغتون خدماتو ښه والي په موخه یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې چې په کې د ظرفیت لوړېدو په موخه د برنامو برابرېدو، پرسونل ډیریوالي او طبي وسایلو غوښتنې شاملې وې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي په یاده ناسته کې د ټرینر متخصصینو تر وړاندیزونو او غوښتنو اوریدو وروسته له دوۍ مننه وکړه چې په هر ډول حالاتو کې یې د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو تر څنګ بېلابېلو برخو کې سلګونه متخصصین تر روزنې وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS