د عامې روغتیا وزیر له ازبک پلاوي سره د روغتیايي همکاريو پر پراختیا خبرې وکړې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۲:۲۹
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې له رئیس، عبدالله عزیزوف او مل پلاوي سره د يو شمېر مهمو روغتيايي موضوعاتو اړوند ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو برخه کې د سوداګرۍ د پياوړتيا او پراختيا، د درملنې په موخه ازبکستان ته د افغان ناروغانو د تګ لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، بېلا بېلو برخو کې د روغتيايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه ليک اړوند د عملياتي پلان، په هېواد کې د درملو تولید برخه کې د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتيا وزير وويل:(د درملو د کیفیت تضمین، د معیاري خدمتونو وړاندې کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي هغه مهم ټکي دي، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي، څو خلکو ته غوره او باوري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوامداره همکاري کولای شي د روغتیايي سیستمونو د پیاوړتیا ترڅنګ د خلکو اړتیاوو ته پر وخت او اغېزمن ځواب ووایي، هغه ټینګار وکړ، چې ګډې هڅې بايد عملي بڼه خپله کړي او په دې برخه کې دې واضح پرمختګ وشي.

بل لور، د ازبکستان د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې رئیس د همکارۍ ډاډ څرګند او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی چې افغانستان سره د درملو د تولید، صادراتو، د تخنیکي پوهې د لېږد او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو برخو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS