د عامې روغتیا وزیر د پنجشېر له والي سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د پنجشېر له والي، مولوي عبدالحکیم سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې په پنجشېر ولایت کې د روغتیايي سیستم پر وضعيت د دې ولایت اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، او د روغتونونو لپاره د تجهيزاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وويل " د پنجشېر ولایت روغتيايي خدمتونو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي ، ترڅو د یاد ولایت ولسونو ته لا اسانتیا رامنځته او غوره درملنه یې تر سره شي.