د عامې روغتیا وزیر د امام ابو حنیفه ملي او نړیوال نندارتون پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۹:۳۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د امام ابوحنیفه دریم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ

د یاد نندارتون پرانیستو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شمول د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د اسلامي امارت ګڼو نورو لوړپوړو مسئولینو او سوداګرو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي یاد نندارتون کې د وینا پرمهال د خصوصي سکتور په پیاوړي کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه "د خوښۍ ځای دی چې زیاتره طبي وسایل او درمل چې پخوا به له نورو ملکونو واردېدل، اوس د هېواد په داخل کې جوړیږي".

د عامې روغتیا وزیر دغه راز یاد نندارتون کې د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ له سوداګرو غوښتنه وکړه چې روغتیايي برخه کې پانګونې ته توجه لا زیاته کړي.

نوموړي همداراز د روغتیا برخه کې د تولیدي شرکتونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو تولیداتو کیفیت او د بیو کموالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د امام ابوحنیفه دریم ملي او نړیوال نندارتون کې د نورو داخلي تولیداتو ترڅنګ د روغتیا برخې ګڼ وسایل او درمل هم نندارې ته وړاندې شوي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS