د عامې روغتیا وزیر د ازبکستان د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ازبکستان هېواد د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال رئیس، ښاغلي ظفربېک قاسموف او مل پلاوي سره لیدنه تر سره او د روغتیا او درمل جوړونې په برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د درملو د سوداګرۍ کچې لوړولو، د شویو ژمنو عملي کولو او د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې. ازبکستاني پلاوي له افغانستان سره د همکاریو لېوالتیا څرګنده، د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هڅې یې وستایلې او د روغتیا په برخه کې یې د خپلو تجربو او نوښتونو د شریکولو ډاډ ورکړ.
ښاغلي وزیر راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ازبکستان یې د افغانستان دوست او ښه ګاونډی هېواد وباله. هغه د افغانستان د روغتیايي سکتور د وروستیو پرمختګونو او نوښتونو په اړه معلومات شریک او ټینګار یې وکړ، چې د روغتیا او درملو په برخه کې باید د شخصي ګټو پر ځای د خلکو روغتیا، د درملو کیفیت او خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شي.
