د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د غور له والي، ښاغلي مولوي احمد شاه دین دوست سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۸
MOPH

په دې لیدنه کې په غور ولایت کې د دې ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو، د روغتیا په برخه کې په وروستیو پرمختګونو او د موجوده ستونزو د حل په موخه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي داکټر قلندر عباد لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسول له خپلو لومړیتوبونو وباله او ویې ویل، چې په همدې موخه په دې وروستیو کې د نورو ولایتونو ترڅنګ غور ولایت ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او ګڼ شمېرروغتیايي مرکزونه په کې جوړ شوې او لا هم یاده لړۍ دوام لري

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS