د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ازربایجان له سفیر، ښاغلي الهام ممدوف سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۶:۶
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې په ګډه همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د ازربایجان هېواد د ونډې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د افغانستان او ازربایجان هېواد ترمنځ اړیکې اړینې وبللې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتونکی شو.

ښاغلي وزیر همدا راز وویل، د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په همدې موخه له بېلا بېلو لارو په هڅه کې یو؛ ترڅو د ظرفيت لوړونې لپاره یې زمينه برابره کړو.

د ازربایجان  سفیر په روغتیايي برخه کې د ګډ کار او پر دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړه او و یې ویل، موږ هڅه کوو، چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان سره دومداره مرسته او همکاري وکړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS