د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي په ایران هيواد کې د بنیان دانش نندارتون او د پردېس ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۵:۱۲
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي په ایران هيواد کې د بنیان دانش نندارتون او د پردېس ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

پدې لیدنه کې ښاغلي وزیر د ایران د روغتیا په برخه کې د عصري او پرمختللې طبي ټکنالوژۍ ترڅنګ د سنتي طب په برخه کې د بېلابېلو محصولاتو او وسایلو څخه لیدنه ترسره کړه.

نوموړي د یادو برخو مسئولین وهڅول؛ ترڅو په دې برخه کې په افغانستان کې هم پانګونه وکړي او د طبي ټکنالوژۍ او سنتي طب په برخه کې د پوهې او تجربو په شریکولو کې همکاري ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په هلمند کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د هلمند ولایت بغني او باغران ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درې روغتیایي مرکزونو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې ودانۍ د IOM مؤسسې په مالي ملاتړ جوړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري په حصه اول او پریان ولسوالیو کې د رواني ناروغیو درملنې پنځو مرکزونو فعالیت پیل کړ

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حجت‌الله محمدي وویل: ياد مرکزونه خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ښه کولو په موخه جوړ شوي دي، چې له ډلې یې دوه مرکزونه په حصه اول ولسوالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د ۷.۱ ميليون افغانيو په لګښت د يو (BHC) روغتیایي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، یو شمېر نورو ولایتي رئیسانو او مسؤلینو شتون درلود، مرستیال. . .

BACK TO NEWS