د عامې روغتیا وزارت ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ ۸۴ قلمه تونر او رنګ بابو او د لوګر ولایت نایب امین الله خان روغتون لپاره د اړتیا وړ ډبرو سکرو د تهیه او تدارک افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۱۷
MOPH

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، ښاغلي محمد یونس غالب، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۱۲ شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، ښاغلي محمد یونس غالب وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو، کارونه په پوره اخلاص، صداقت، دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي».

بل لور، د شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به چارې ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS