د عامې روغتیا وزارت پلاوي په سمنګان کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت وارزاوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي سمنګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د حضرت سلطان ولسوالۍ له CHC روغتیايي مرکز او د روږدو درملنې له 30 بستریز روغتون څخه لیدنه تر سره کړه
د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون ، کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو وضعیت، لابراتوارونو، حفظالصحې، د انتاناتو د کنټرول اصول، د ثبت او راپور ورکولو سیستم او د روغتونونو عمومي وضعیت د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول.
همداراز، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، ساري ناروغیو د کنټرول اصولو د رعایت، د موجوده امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې لازمې سپارښتنې وشوې.
همدارنګه، یاد پلاوي له روغتیايي کارکوونکو او مراجعینو سره لیدنې وکړې، د خدمتونو د کیفیت او شته ستونزو په اړه یې د هغوی نظرونه واورېدل او پر حساب ورکوونې، شفافیت، د معیارونو په رعایت او د مراجعینو د حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار وکړ.
