د عامې روغتیا وزارت ملي کتلوي معافیت پروګرام آمریت له لوري د واکسیناسیون په اړه «واکسینونه د هر نسل لپاره اغېزمن دي» تر شعار لاندې د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۵۸
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د دې وزارت مرکزي رئیسانو، د امارتي ادارو مسؤلينو، د ملي او نړیوالو مؤسسو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال وویل: د عامه پوهاوي له لارې کولای شو چې په هېواد کې د واکسین د تطبیق بهیر پیاوړی کړو. هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۶ کال کې په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې شوې دي او ټینګار یې وکړ، چې د واکسین په اړه پوهاوی ورکول د روغتیايي کارکوونکو، کورنیو، ټولنې، رسنیو او د جوماتونو د امامانو ګډ مسؤلیت دی.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شيخ محمد طاهر حليم د اسلام له نظره د واکسین پر اهمیت هر اړخیزه وینا تر سره او  ټینګار يې وکړ چې وقایه او روغتيا ساتنه د اسلام له مهمو اصولو څخه دي او د واکسین کارول نه يواځې دا چې جواز لري، بلکې د انسانانو د ژوند ساتنې او په ټولنه کې د ناروغیو خپرېدو د مخنیوي لپاره یو ضروري اقدام دی.

همداراز، د ملي کتلوي معافیت پروګرام آمر، علي احمد سیفي وویل: واکسین یو نړیوال پروګرام دی چې له تېرو ۵۲ کلونو راهیسې په ټوله نړۍ کې د هغې نړیواله اونۍ نمانځل کېږي. د دې غونډې موخه د واکسین په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړل دي، څو په راتلونکي کې یوه سالمه او روغه ټولنه ولرو.

هغه له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو څخه چې د واکسین په برخه کې فعالیت کوي، مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اوسمهال د یوولسو ناروغیو پر وړاندې واکسین تطبیقېږي.

سربېره پر دې، د یونیسف او  روغتیا نړیوال سازمان استازو له کورنیو وغوښتل، چې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو د ناروغیو پر وړاندې خوندي پاتې شي. هغوی همدارنګه په دې برخه کې د ملاتړ او د واکسین د پروګرامونو د پلي کولو په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS