د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو بهیر په ترڅ کې د ادې میډیکل کمپلکس څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۱۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې د ادې ميډيکل کمپلکس روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال وویل: (عامې روغتیا وزارت د روغتونونو د ارزونې بهیر د علمي معیارونو پر بنسټ پیل کړی، چې موخه یې د خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب تأمین دی، دا بهیر د دوامدارو هڅو او اړین چمتووالي وروسته د روزل شوي مسلکي ټیم له لوري پر مخ وړل کېږي).

د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر به په لومړي پړاو کې په مرکز او وروسته به په ولایتونو کې پر ټولو خصوصي روغتونونو تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS