د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۵۱ ميليونه او ۸۵۰ زره افغانيو په ارزښت د کندهار ولایت د عینو مېنې روغتون لپاره یوه پايه MRI او يوه پايه CT-Scan دستګاوې پېرل کېږي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۲۰
moph

عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه یوه پایه MRI 1.5 Tesla او یوه پایه CT-Scan 128 slice دستګاوو د چمتو کولو او پېرلو تدارکاتي پروسه پیل کړې ده.

د یادو دستګاوو د تدارک پروسه د یو سل یو پنځوس میلیونه اته سوه پنځوس زره افغانيو (151,850,000) په ارزښت، یوه افغان شرکت ته د تړون ورکړې په پړاو کې ده، چې د تدارک چارې به یې په نږدې ورځو کې بشپړې شي.

د دغو دستګاوو په برابرېدو سره به د عینو مېنې روغتون د تشخیصیه خدمتونو ظرفیت لوړ او ناروغانو ته به د معیاري خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۳۲
Background image

د کونړ ولایتي روغتون د هیموډیالیز څانګې سره د جلاله خیریه بنسټ له لوري د ۱۳۷ زره افغانیو په ارزښت د طبي مصرفي توکي مرسته وشوه

یاد طبي توکي د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په شتون کې د هیموډیالیز څانګې مسؤلینو ته وسپارل شول. دغه مرسته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ملاتړ او د ډایالیز ناروغانو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۲۵
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په پکتیکا ولایت کې د روغتیايي مرکزونه فعاليتونه و ارزول

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتيا پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ولایتي روغتون او د. . .

BACK TO NEWS