د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۴۰۴ لمریز کال د اکمال تخصص پروګرام د ټریني ډاکټرانو ارتقایي ازموینې اخیستنې په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۲۸
MOPH

دغه ناسته چې د اکمال تخصص لوی ریاست مسؤلینو، د مرکزي روغتونونو شفانو او استادانو په شتون کې ترسره شوه، په کې د ازموینې شفاف او معیاري ترسره کېدل، د مکتوب له مخې د سوالونو په بهیر کې د استادانو ګډون او قرنتین، د ارزونې مېتودونه او د ټریني ډاکټرانو د علمي کچې لوړولو اړوند مهم موضوعات وڅېړل شول.

همدارنګه، ګډونوالو د ازموینې تنظیم، نظارت او د پایلو عادلانه اعلان په اړه خپل ارزښتمن نظرونه شریک کړل؛ څو یاد بهیر په منظم او اغېزمن ډول پرمخ ولاړ شي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د دې ډول ازموینو ترسره کول د هېواد د روغتیايي سکتور پیاوړتیا او د متخصصو ډاکټرانو روزنې برخه کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS