د عامې روغتیا وزارت له لوري د عدلي طب ریاست تر چتر لاندې په لمړي ځل د (DNA) معایناتو اړوند لابراتوار پرانیست غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۰:۲۹
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د بېلابېلو ادارو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد لابراتوار په پرانیسته خوښي څرګنده کړه  او دا پرانېسته یې د عدلي طب برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله ، ښاغلي وزیر د خپلې وینا پر مهال وویل : د دې څانګې د فعالیدو لپاره مو ځانګړې کمیټه ټاکلې وه تر څو چارې یې ژر تر سره شي ، دا چې دا څانګه د روغتیایي سیستم په چوکاټ کې ځانګړی ارزښت لري ورته به لا پاملرنه وشي ، نوموړي په خپلې وینا کې وویل ، د دې لپاره چې دا څانګه لا پیاوړې شي له تیرې یوې میاشتې مو شپږ تنه د اردن هیواد څخه راغلي ټرینر په توسط لا ښه وروزل ، تر څو اړونده برخه لا غني شي ، ښاغلي وزیر وویل تر ټولو مهم د ولس لپاره د خدمت تعهد او اخلاص دی چې باید د مسؤولیت پر مهال یې ولرو.

د مجلس په جریان کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل ، هڅه مو دا ده چې د روغتیایي خدماتو کیفیت هر اړخیز ښه او د اړونده برخو لپاره لا پرمختللي وسایل چمتو کړو ، ښاغلي مرستیال د خپلو خبرو په جریان کې د یو شمېر نورو هڅو یادونه وکړه او په وینا یې د روغتیایي خدماتو د پراختیا او کیفیت لپاره لا هڅې جریان لري.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم د عامې روغتیا وزارت په هڅو ، او د روغتیایي خدماتو پر پراختیا مفصلې خبرې وکړې ، نوموړي په دې برخه کې د رهبرۍ له هڅو او زیار یادونه وکړه او د دې برخې پرانسته یې د دوامداره هڅو پایله وبلله.

د عدلي طب رئیس ښاغلي مولوي نجیب الله فاروقي د خپلې وینا پر مهال وویل د دې لابراتوار په فعالېدو سره د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د (DNA) معایناتو د تشخیص خدمات پیل شول، چې د دغو خدماتو پر پیل، ډیپارټمنټ او تجهیزاتو باندې په عمومي توګه نږدې ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS