د عامې روغتیا وزارت له لوري د زړه ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۳۳
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان او رسنیو استازو ګډون کړی و، چې په کې د زړه ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه هر اړخېزې ویناوې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د زړه ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره سالم عادتونه، د طبي خوړو استعمال او له نشه یي توکو څخه ډډه کول، اړین وبلل او ویې ویل: ( عامې روغتیا وزارت د هېواد په کچه د زړه ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره دوامداره هڅې کوي، چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم شامل دي).

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام مبارک دین له نظره د زړه د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخېزه وینا تر سره او ګډونوالو ته یې د زړه سالم ساتلو اړوند معلومات ورکړل.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر وویل، د زړه د اتیا سلنه ناروغیو کنټرول او مخنیوی د وقایې له لارې کېږي؛ نو په همدې اساس باید د خوراکي توکو استعمال کې احتیاط وشي، د زیاتې مالګې، بورې او غوړو له کارولو څخه ډډه وشي.

بل لور، د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر عبدالوهاب هم د زړه ناروغیو د مخنیوي په اړه وینا ترسره او په نړیواله کچه یې غیري ساري ناروغۍ اوس هم د مړینو اصلي علتونه وبلل او زیاته یې کړه، چې د زړه ناروغیو له امله هر کال په نړیواله کچه ۱۸ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د دې کچې د راټیټولو لپاره باید د عامه پوهاوي پروګرامونه لا زیات شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۴۱
Background image

د لوګر ولایت روغتیایي مرکزونو سره د ۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزات مرسته وشوه

یاده مرسته د کف (CAF) مؤسسې له‌ لوري وشوه،  چې په کې د اکسیجن بالونونه، سونوګرافي ډوپلر، د ناروغانو مانیټرونه، د عملیاتو سیټونه، لابراتواري وسایل، مېزونه او څوکۍ شاملې دي.

د لوګر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د GH روغتونونو طرحه

‏د عامې روغتیا وزارت له لوري د عمومي روغتونونو (GH) د جوړولو طرحه د یاد وزارت د ویب سایټ څخه په لاندې QR Code سکن کولو له لاري کتلائ شئ!

 

‪https://tinyurl.com/3crfk8ux

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

له مرکز وروسته په ولایتونو کې هم له خصوصي روغتونونو څخه د نظارت لړۍ دوام لري

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو. . .

BACK TO NEWS