د عامې روغتیا وزارت له لوري د زړه ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
Thu, Oct 02 2025 9:33 AM
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان او رسنیو استازو ګډون کړی و، چې په کې د زړه ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه هر اړخېزې ویناوې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د زړه ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره سالم عادتونه، د طبي خوړو استعمال او له نشه یي توکو څخه ډډه کول، اړین وبلل او ویې ویل: ( عامې روغتیا وزارت د هېواد په کچه د زړه ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره دوامداره هڅې کوي، چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم شامل دي).

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام مبارک دین له نظره د زړه د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخېزه وینا تر سره او ګډونوالو ته یې د زړه سالم ساتلو اړوند معلومات ورکړل.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر وویل، د زړه د اتیا سلنه ناروغیو کنټرول او مخنیوی د وقایې له لارې کېږي؛ نو په همدې اساس باید د خوراکي توکو استعمال کې احتیاط وشي، د زیاتې مالګې، بورې او غوړو له کارولو څخه ډډه وشي.

بل لور، د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر عبدالوهاب هم د زړه ناروغیو د مخنیوي په اړه وینا ترسره او په نړیواله کچه یې غیري ساري ناروغۍ اوس هم د مړینو اصلي علتونه وبلل او زیاته یې کړه، چې د زړه ناروغیو له امله هر کال په نړیواله کچه ۱۸ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د دې کچې د راټیټولو لپاره باید د عامه پوهاوي پروګرامونه لا زیات شي.

Latest news

Thu, Oct 29 2026 12:58 PM
Background image

MoPH Conducts Three-Day Capacity-Building Programme on Administrative Correspondence

A three-day capacity-building programme on administrative correspondence was organised by the Capacity Development Directorate of the Ministry of Public Health for 20 employees. . .

Thu, Oct 29 2026 12:54 PM
Background image

Ministry of Public Health Launches Three-Day Training Program for Surveillance Data Managers from 34 Provinces

Participants will learn standard procedures for collecting, consolidating, analysing and reporting surveillance data.

Mufti Abdul Qudus Hashimi, Director General of Monitoring and. . .

BACK TO NEWS