د عامې روغتیا وزارت له لوري د تمويلونکو سازمانونو او ملي او نړيوالو مؤسسو استازو سره په ګډه د هیلټ کلستر غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۵۱
MOPH

دا غونډه چې د عامې روغتيا وزارت د نړيوالو اړيکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئيس مولوي محمد داود منصوري او د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ معينيت مشاور ډاکټر زاهد الله رسولي په شتون کې ترسره شوه، په کې د مهمو موضوعاتو، لکه په سرحدي سیمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو ښه والي،

د کډوالو د روغتیايي خدمتونو په  کڅوړو یا بستو کې د پراختیا، بېړنیو حالتونو کې د روغتيا نړيوال سازمان له لوري د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د کونړ ولایت د زلزلې د ناورین په پېښو کې د وړاندې شویو روغتیايي خدمتونو د تطبیق بیا کتنې په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

سربېره پر دې، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې ټولې ملي او نړیوالې ادارې دې د یادو موضوعاتو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ اجراآت تر سره کړي.

همداراز، د غونډې په پای کې له ملي او نړیوالو مؤسسو استازو څخه د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو په توګه غوښتنه وشوه، چې ټول ترسره شوي فعاليتونه او مهمې لاسته راوړنې په رسمي ډول د عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړي، تر څو له يادو معلوماتو څخه د ملي ستراتیژۍ ښه کولو لپاره په اغېزمنه توګه کار واخلي او د اړتیا پر مهال د عامې روغتیا وزارت په ویبپاڼه کې خپاره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS