د عامې روغتیا وزارت د چهار شنبې ورځې د یو شمېر مهمو فعالیتونو لنډیز!

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۳۵
moph

- ١: د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د تېر زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو له ځانګړي روغتیایي مرکز څخه لیدنه وکړه.

- ٢: د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقانی ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د خصوصي روغتیایي مرکزونو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه.

- ٣: د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقانی ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د روغتيا نړيوال سازمان له استازو سره لیدنه وکړه.

- ٤: د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس، ډاکتر احمد خندان د ختیځ زلزله ځپلو ته د مرستې لپاره د خصوصي سکټور له استازو سره د همغږۍ او بېړنۍ رسېدنې په موخه ناسته ترسره کړه.

- ٥: د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې، چې د تخصصي برنامې بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې کړي.

- ٦: د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د BPHS ,EPHS ورټیکل پروژو او د خصوصي سکټور له یو شمیر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ.

- ٧: د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي او مل تخنیکي ټیم له زلزله ځپلو سره د همکارۍ په موخه ختیځو ولایتونو ته سفر ترسره کړ.

- ٨: ننګرهار کې د تېرې زلزلې له امله د بې سرپرسته ټپیانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړ.

- ٩: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست سره د زلزلې د ټپیانو لپاره د ۳۹زره امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته وشوه.

- ١٠: د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده.

- ١١: د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولی حقاني د ختیځ زون خالد بن ولید قل اردو سل بستریز روغتون کې د کونړ د زلزله ځپلو ټپیانو احوال پوښتنه وکړه.