د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې له یو شمېر هوټلونو او قصابیو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۳۶
MOPH

په دغه نظارت کې د هوټلونو او قصابیو مسؤلينو او کارکوونکو ته د نظافت مراعتولو، د حفظ الصحې ساتنې او خوندیتوب په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې تر سره او هم ورته ګڼ روغتیایي معلومات ورکړل شول.

دغه راز، د هوټلونو او قصابیو کارکوونکو ته د روغتیايي کارتونو اخيستلو په موخه د لازمو سپارښتنو تر څنګ حفظ الصحوي لایحه هم تشریح او چکلستونه ډک شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS