د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکتر عنایت‌الله عنایت، د اردن هېواد د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون (JUST) له‌ لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې د دې وزارت په استازیتوب ګډون وکړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۲:۱۲
moph

یاد کنفرانس د کریمیا–کانګو وینې‌ بهېدونکې تبې (CCHF) ناروغۍ د تشخیص، مخنیوي او کنټرول په برخه کې د وروستیو علمي پرمختګونو، زیاتېدونکو نړیوالو روغتیايي ننګونو، د تجروبو شریکولو او د ګډ روغتیايي سیستم د پلي کېدو په موخه جوړ شوی و.

په دغه نړیوال کنفرانس کې د اردن، مصر، ترکیې، پاکستان، تونس، الجزایر، سعودي عربستان، عمان، انګلستان، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو متخصصینو، ډاکټرانو او څېړونکو ګډون درلود.

ډاکتر عنایت په یاد کنفرانس کې د افغانستان له لوري یو جامع علمي پرېزنټېشن وړاندې کړ، چې پکې د کانګو ناروغۍ د تېرو څلورو کلونو تحلیلي ارقام، د درملنې پایلې، د ناروغانو د تداوي وضعیت، د درملنې وروستي ارقام، اختلاطات، د هېواد په کچه د تشخیصیه لابراتوارونو لاسته راوړنې او د عامه پوهاوي اړوند مسایل په تفصیل سره تشریح کړ.

د کنفرانس پر مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرویلانس سیستم او ناروغانو ته د رسېدنې چارې وستایل شوې او ګډونوالو د هېوادونو په کچه د یو ګډ علمي او تخنیکي ستراتیژۍ پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د دې مهلکې ناروغۍ په اړه هراړخیزې څېړنې ترسره او د تحقیقي راپورونو او پروپوزلونو له لارې نړیوال ډونران وهڅول شي، څو له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د ناروغۍ لوړ ارقام او زیات خطر لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS