د عامې روغتیا وزارت د ټریني ډاکټرانو لپاره عملي ارتقایي (OSCE) ازموینه ترسره کړه
د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو د تخصصي روغتونونو او متمم تخصصي مرکزونو (نظامي او خصوصي) روغتونونو له ټريني ډاکټرانو څخه عملي ارتقایي (OSCE) ازموینه واخیستل شوه
دغه ازموینه د یوې شفافې پروسې له لارې، د روان ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې له ۱۹مې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د ترتیب شوي مهالوېش له مخې، د اکمال تخصص لوی ریاست د مسؤلینو تر څارنې لاندې او د عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتونونو د استادانو په همکارۍ، د مرکز، ولایتونو او متمم مرکزونو (خصوصي او نظامي روغتونونو) د ټولو ټريني ډاکټرانو څخه په ۲۳ بېلا بېلو تخصصي څانګو کې په شفاف ډول واخیستل شوه.
د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې، چې د تخصصي پروګرام د لا بډاینې لپاره علمي معیارونه پلي کړي، څو د ډاکټرانو علمي کچه لوړه او هېوادوالو ته په په کور دننه غوره تخصصي روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
