د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس د هلمند روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د BPHS او EPHS ورټیکل پروژو او د خصوصي روغتيايي سکټور اړوند یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ
یاد نظارت چې موخه یې په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي د هلمند عامې روغتیا له رئیس، مولوی فضلي احمد شفیع الله سره ناسته ترسره کړه، د سفر موخه یې ورسره شریکه او له پلان سره سم یې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه او ناوې، نادعلي، ګرمسیر، مرجه، نوزاد، موسی قلعه، نهر سراج او بهرام چه ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو له ټولو څانګو څخه نظارت وکړ، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.
د نظارت رئیس، همداراز د بستر ناروغانو احوال واخیست او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې، چې له ناروغانو سره د ښه چلند سربېره هغوی ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.