د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې
په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې دورې او د ملالۍ روغتون ۴۴ مسلکي کارکوونکو ته د انتاناتو مخنیوي او کنټرول (IPC) په برخه کې درې ورځنۍ مسلکي روزنه ورکړل شوه.
د دغو روزنیزو دورو موخه د کارکوونکو د مسلکي پوهې، وړتیاوو او کاري ظرفیت لوړول او د هغوی د دندو د ترسره کولو کیفیت ښه والی بلل شوی دی.
