د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي د کابل ښار د خصوصي روغتونونو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۹:۱
 روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي د کابل ښار د خصوصي روغتونونو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي او د خصوصي روغتونونو د ستونزو د حل په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال همدا راز ټینګار وکړ، چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ تر څو د خصوصي روغتونونو د ستونزو د حل لپاره تخنیکي کمېټه وټاکي او لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په هلمند کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د هلمند ولایت بغني او باغران ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درې روغتیایي مرکزونو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې ودانۍ د IOM مؤسسې په مالي ملاتړ جوړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري په حصه اول او پریان ولسوالیو کې د رواني ناروغیو درملنې پنځو مرکزونو فعالیت پیل کړ

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حجت‌الله محمدي وویل: ياد مرکزونه خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ښه کولو په موخه جوړ شوي دي، چې له ډلې یې دوه مرکزونه په حصه اول ولسوالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د ۷.۱ ميليون افغانيو په لګښت د يو (BHC) روغتیایي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، یو شمېر نورو ولایتي رئیسانو او مسؤلینو شتون درلود، مرستیال. . .

BACK TO NEWS