د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې پلاوي د هرات روغتیايي مرکزونو ارزونه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو تطبیق او پلټنې رئيس مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي هرات ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولايت عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد سره ليدنه ترسره کړه

د يادې ليدنې پر مهال چې د هرات عامې روغتيا ریاست يو شمېر نورو مسؤلینو او كاركوونكو هم شتون درلود، د روغتيايي خدمتونو کیفیت ښه والي، پراختیا، شته ستونزو حل، امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه راز، ياد پلاوي د هرات سيمه ييز او د بې سرحده ډاکټرانو روغتون څخه د نظارتونه پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت او مدیریت، د لابراتوارونو وضعیت، د واکسیناسیون خدمات، حفظ‌الصحه، د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه، د ثبت او راپور ورکولو سیستم، د روغتونونو پاکوالی او د انتاناتو د کنټرول اصول د روغتيا وزارت له معیارونو سره سم وارزول او د خدمتونو پر کیفیت، د ساری ناروغیو د کنټرول مسلکي اصولو په رعایت، له شته امکاناتو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو يې ټینګار وکړ.

همدارنګه، ياد پلاوي له مراجعینو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنې وکړې، د خدمتونو د کیفیت، د کارکوونکو چلند او شته ستونزو په اړه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او پر حساب ورکوونه، شفافیت او د مراجعینو د حقونو په رعایت یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول

د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه. . .

BACK TO NEWS