د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د روغتیا وزارت اړوند لاندې ټاکنې وشوې

ډاکټر محمد اقبال حماد د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې رئیس په توګه او حافظ صبغت الله بریالی د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول لابراتوار د رئیس په توګه وټاکل شول.
دغه ټاکنې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د چارو د لا ښه ترسراوي په موخه وشوې؛ ترڅو د یادو برخو اداري او تخنیکي چارې لا پیاوړې، د خدمتونو کیفیت لوړ او اغېزمن شي.