د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، کندز ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۵۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل پلاوي کندز ولایت د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي، ښاغلي حاجي دعوت سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس وویل، د دې لیدنې موخه په دغه ولایت کې د روغتیايي سکټور پیاوړتیا، لا زیاته همغږي، له خصوصي سکټور څخه تفتیش او په دې برخه کې همکاري ده.

همداراز د کندز والي وویل، د ولایتي ادارو د ارزونې او نظارت لپاره یوه ځانګړې کمېټه ټاکل شوې وه، چې د خپلو مسؤلیتونو سربېره یې د عامې روغتیا ریاست څخه هم څارنه کړې ده. هغه زیاته کړه: " تاسو هم کولای شئ په خپلواکه توګه خپل تفتیش ترسره کړئ او موږ په ادارو کې د شفافیت او اصلاحاتو غوښتونکي یو.”

دغه راز، مولوي محمد سلیم حقاني وویل: "موږ به خپل هر اړخیز تفتیش ترسره او راپور به یې د ولایت مقام او عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړو".

سربېره پر دې، د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، د کندز له والي څخه د غونډو په تنظیمولو، په اغېزمنه توګه د چارو تطبیق او تفتیش کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د دغه ولایت والي ورسره دې برخه کې د اړینې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د خراسان شهرک عالي لېسې څه باندې ۲۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۲
Background image

په لوګر کې د مېندو پاملرنې روغتیايي خدماتو د دوام لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د لوګر ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Afghan Midwives Association- AMA مؤسسې سره د (۲۹۶۰۵۴) دوه سوه شپږ نوي زره او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئيس، مولوي عبدالبصیر قانع او مل تخنيکي پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې. . .

BACK TO NEWS