د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د روغتونونو د معلوماتي ټکنالوژۍ (I.T) برخې کارکوونکو ته د کمپیوټر او انټرنيټ زده کړې دوه ورځنی روزنیز ټریننګ پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۴۲
moph

یاد ټریننګ چې موخه یې د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارکوونکو ظرفیت لوړونه او له مرکز سره د اړیکو پیاوړتیا ده، په کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او ادري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت او د اکمال تخصص لوی رئیس، ډاکټر نثار احمد نیازي هم ګډون کړی و.

د مالي او ادري چارو، ښاغلي مرستیال ګډونوالو ته سپارښتنې وکړې، چې په ټریننګ کې وړاندې کېدونکي موضوعات زده او په خپلو کاري ساحو کې ترې لازمه استفاده وکړئ؛ تر څو په چارو کې اسانتیاوې رامنځته او معلومات خوندي وساتل شي.

په دغه ټریننګ کې ګډونوالو ته د کمپیوټر د بنسټیزو مهارتونو، د انټرنیټ کارولو لارو چارو، د معلوماتو خوندي ساتلو او ډیجټلایز کولو، له ډیټابېس څخه د لازم کار اخیستلو او نورو اړوندو مسلکي مهارتونو په اړه معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۵۱
Background image

کاپیسا او هلمند ولایتونونو کې له خصوصي روغتیایي سکټور، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې کاپیسا ولایت کې ۱۱ درملتونونه، ۱۵ روغتیایي کتنځایونه، ۹ بابه د غاښونو کلینیکونه، ۳ بابه حجامه خونې، یو OPD کلینیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۴
Background image

د پکتیا ولایت روغتیايي مرکزونو سره د (۵.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه

دا مرسته د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د هیلت نیټ تطبیق کوونکې مؤسسې له لوري وشوه، چې په کې د اکسیجن بالونونه، ایکسری ماشینونه، د عملیات خونو میزونه، د ژمي کمپلې او نور بېلا بېل تجهیزات. . .

BACK TO NEWS