د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښار ۱۴ تخصصي روغتونونو ټريني ډاکټرانو لپاره د طبي اړیکو مهارتونو د پياوړتيا په موخه یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۲۷
MOPH

د ورکشاپ موخه د روغتیايي کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول او له ناروغانو سره د اغېزمنو، درناوي‌ وړ او حرفوي اړیکو پیاوړتیا وه.

په دې ورکشاپ کې د طبي اړیکو اساسي موضوعات، د اغېزمنو او اخلاقي اړیکو اصول، د بد خبر د معیاري لېږد طریقې، د فعال اورېدو مهارتونه، خواخوږي، په اغېزمنه توګه له ناروغانو څخه پوښتنه کول او د اړیکو خنډونو پېژندنه او د حل لارې چارې یې ګډونوالو ته ور وښودل شوې.

په دې روزنیز پروګرام کې ۲۰۷ تنه ټریني ډاکټرانو ګډون کړی و، چې د ارزونې د پایلو او د ګډونوالو د نظرونو پر بنسټ، د طبي اړیکو د اهمیت او عملي کارونې په برخه کې د هغوی د پوهاوي کچه لوړه شوې، د فعال اورېدو او خواخوږۍ مهارتونه یې پیاوړي شوي او د روغتیايي ټیمونو ترمنځ همغږي ښه شوې ده.

یاد ورکشاپ د مسلکي ظرفیت لوړونې په برخه کې اغېزمن وارزول شو او تمه کېږي، چې د دغو مهارتونو عملي تطبیق به د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او د مراجعینو رضایت به زیات کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS