د عامې روغتیا وزارت بېړني روغتیايي ټیمونه د کونړ په پېښه کې د زلزلې د قربانیانو تر څنګ ولاړ دي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۱۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په ځانګړې لارښوونه بېړني روغتیایي ټیمونه لا هم د پېښې په ځای کې فعال حضور لري او د درملنې او ژغورنې عملیات په پرله‌پسې توګه دوام لري.

دغه ټیمونه چې د مرکز او ختیځو ولایتونو څخه کونړ ولایت ته رسېدلي دي، د پېښې له امله ځپل شویو هېوادوالو ته لومړنۍ روغتیایي مرستې، درملنې او د ژوند د ژغورنې عملیات ترسره کوي.

د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د زلزلې قربانیانو د ژوند خوندیتوب، بیړنیو اړتیاوو پوره کولو او اړینو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کې به هېڅ هڅه ونه سپموي.

د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکوي، تر څو چې د پېښې وضعیت عادي شوی نه وي، یاد ټیمونه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د خلکو روغتیایي اړتیاوې به له پامه ونه غورځوي.

هیره دې نه وي چې یو شمېر نور روغتیايي ټیمونه هم له مرکز او ولایتونو څخه د پېښې ځای ته روان دي تر څو د تېرې شدیدې زلزلې قربانیانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي ازبکستان کې د یاد هېواد د روغتیا برخې له مسؤلینو سره د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو برخو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي او غبرګون( EPR ) ټیم په نورستان ولایت کې د ډاکټر پروین نورستانۍ روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

په دغه لیدنه کې چې د نورستان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سمیع الله عابد نیازي او د تطبیق کوونکې مؤسسې مسئول ډاکټر سید داود غني شتون درلود، د ( EPR ) ټیم مسئولینو د یاد روغتیايي مرکز، عامې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۲۱
Background image

نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه مرسته وسپارل شوه

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټیم نورستان ولایت کې د وروستي سېلاب له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS