د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د هېواد د ۱۶ ولايتونو له قومي مخورو سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۴
moph

په دې ليدنه کې د بېلابېلو ولايتونو قومي مخورو د خپلو سيمو د روغتيايي اړتياوو او غوښتنو په اړه خبرې تر سره او د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ يې وغوښتل، چې لرې پرتو سيمو ته دې د روغتيايي خدمتونو رسولو لپاره ځانګړې پاملرنه وشي؛ څو د هېواد ټول وګړي وکولای شي په اسانه توګه خدماتو ته لاسرسی ولري.

د عامې روغتيا وزير ولس ته د باکيفيته روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ډاډ څرګند او ويې ويل: د اسلامي امارت مشرتابه او عامې روغتيا وزارت ژمن دي، چې د هېواد ټولو وګړو ته معیاري او عادلانه روغتيايي خدمتونه ورسوي.

 ښاغلي وزير زياته کړه، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو لړۍ پيل شوې، چې له بشپړېدو سره به يې زرګونه هېوادوال روغتيايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۳۹
Background image

په پکتیا کې د څه باندې ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له (Health Net_ TPO) مؤسسې سره د (۱۰۳۴۹۰۹۹) لس میلیونه درې سوه نهه څلوېښت زره او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د میدان وردګ د روغتیا ریاست څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رياست څخه ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

تدارکاتي خبرتیاوې!

د عامې روغتیا وزارت ټولې تدارکاتي خبرتیاوې د دې QR کوډ په سکن کولو سره کتلای شئ او په اړه یې تازه معلومات ترلاسه کولای شئ.

BACK TO NEWS