د عامه تغذيې عمومي ستراتیژۍ د پراختيا کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لوی رئیس، ډاکټر احمدسیر پاڅون په مشرۍ د عامه تغذيې عمومي ستراتیژۍ د پراختيا کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د عامه تغذيې عمومي ستراتیژۍ د پراختيا پر بهیر، ستراتیژیک لیدلوري، د پخوانۍ ستراتیژۍ ارزونې، د نوې ستراتیژۍ چمتو کولو پر کاري نقشې، احتمالي خطرونو او د ۱۵ اوونیز کاري پلان په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.
همدارنګه، د رهبرۍ او تخنیکي کمېټو د کاري لایحو (TORs) او مسؤلينو پر وېش، د ۱۵ اوونیز کاري پلان د پلي کېدو پر پړاوونو او راتلونکو ګامونو هم خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې په راتلونکې غونډې او د ستراتیژۍ د پراختيا بهیر په تعقیبي موضوعات ټينګار وشو.
