د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو مسلکي کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمنار تر سره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۲۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست تر چتر لاندې د ظرفیت لوړولو ریاست د "Basic Emergency Care" تر عنوان لاندې د جوزجان، سرپل، کابل، ارزګان، دايکندي، زابل او بغلان ولایتونو ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته پنځه ورځنی روزنیز سيمنار ترسره کړ.

د دغه سیمنار موخه بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې لپاره د روغتیایي کارکوونکو د مهارتونو پياوړي کول او د یادو ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې د بېړنیو خدمتونو ظرفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS