د شمال زون ولایتونو د بېلا بېلو ریاستونو او ادارو کارکوونکو ته د چارو د ښه تنظیم او ظرفیت لوړولو په موخه لس ورځنې ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۱۷
mm

یاد ټریننګ د  عامې روغتیا وزارت د ارتقاء ظرفیت او  مالي ریاستونوله لوري په مزار شریف کې د شمال زون  ولایتونو د بېلا بېلو ریاستونو او اداراتو ۱۵۰ تنو کارکوونکو ته د چارو د ښه تنظیم او ظرفیت لوړونې په موخه د معاشونو تنظیم، د بودیجې لپاره د پلان جوړول، اداراتو ته د لیکنو استول، تادیاتو، د مسلکي کسانو د ګمارنې، د چارو د غوره ارزونې او د IPC په برخو کې وړاندې شو؛ تر څو په ادارتو کې هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کېدو معیار لا ښه او چارې په سمه توګه ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې په راتلونکي کې به هم د  ټریننګونو دا لړۍ د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو دوام ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS