د سمنګان ولايت عامې روغتيا رياست ته د کاناډا دولت له لوري د نږدې ۲۴ زره ډالرو په ارزښت څه باندې ۵۰ قلمه اساسي درمل او طبي ملزمات وسپارل شول
دا مرسته د روغتیايي سکتور د ملاتړ او د ناروغانو د لومړنیو او بېړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه شوې ده، چې د پلان له مخې به د سمنګان ولایتي روغتون او د حضرت سلطان، روی دوآب، دره صوف بالا او درهصوف پایین ولسوالیو یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي؛ څو د باکيفيته روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ترې ګټه واخیستل شي.
