د سره صلیب نړیوالۍ مؤسسې (ICRC) له لوري د پکتیا سیمه ییز روغتون  سره د یو شمېر طبي او غیر طبي تجهیزاتو مرسته شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۲
MOPH

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر معراج ګل عادل وویل: ( دا مرسته د عامې روغتیا ریاست د غوښتنې او د سیمه روغتون د اړتیا پر اساس د سره صلیب نړیوالې ټولنې له لوري شوې، چې نن ورځ یې د تسلیمۍ شاهدان یو).

په دې تجهیزاتو کې د عملیاتونو مجهز میز (OT Table)، Patient Manitor، جراحي سیټونه او د بېړنیو پاملرنو وسایل شامل دي، چې ارزښت یې سل زره ډالر کېږي او د روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا کې اساسي رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS