د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې ونمانځل شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۷ - ۱۴:۲
از روز جهانی مبارزه با بیماری سرطان در نشستی گرامی داشت به عمل آورد

یکشنبه، سلواغه ۱۷/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ "د سرطان ناروغ د درملنې تشه ډکه کړئ" تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي، د دغې ورځې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت د سرپرست ډاکتر قلندر عباد وینا ولوستله او ویې ویل:

په نړۍ کې هر کال له ۴۴ میلیونو څخه زیات کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۱۰ میلیونه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې په افغانستان کې هر کال دا شمېر ۴۰ زرو ته رسېږي، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۱۶ تر ۲۰ زرو پورې له همدې امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د پالیسۍ او پلان مرستیال زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې د سرطان د درملنې مرکزونه جوړول د روغتیايي کارکوونکي روزنه او د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړول په هېواد کې د سرطان سره د مبارزې په برخه کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو څخه وبلل.

له بلې خوا ډاکتر اختر محمد په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان په استازيتوب وويل: د سرطان نړيواله ورځ د ټولو لپاره يو ښه فرصت دى چې خپل ملاتړ څرګند کړي او په ګډه د سرطان پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او جدي اقدام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د سرطان تر ټولوعام ډولونه د خولې او شونډو، د سينې، معدې، سږو او مرۍ دي، همدارنګه د سره شویو خوړو کارول، فزيکي فعاليت نه شتون، د تنباکو استعمال، د چاپیریال پاکوالی نه مراعتول او نا سالمه تغذیه هغه مسایل دي چې په ټولنه کې د سرطان په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۲۴
Background image

د مرکزي او ولایتي روغتونونو ٣٠ تنه ډاکټرانو او نرسانو ته د ناروغیو کنټرول او مخنیوی (IPC)برخه کې څلور ورځنۍ روزنیز ټریننګ ورکړل شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ په تالار کې د خیر خانې ١٠٢ بستریز او کندهار، هلمند، سمنګان،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۰:۵۹
Background image

هرات او زابل ولایتونو کې د درملو یو شمېر تولیدي کار خونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۳ درملتونونه او ۲ روغتیایي کتنځایونه د قانوني اسنادو نه لرلو له امله وتړل شول او هرات ولایت کې ۲۶ قلمه. . .

BACK TO NEWS