د زابل ولايت عامې روغتيا رياست سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۷ قلمه طبي توکو مرسته وشوه
د زابل د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر میرویس افغان په هڅو او د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) سره د همغږۍ په پایله کې د د دغه رياست سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۷ قلمه طبي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د زابل ولایت د روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو پوره کولو په موخه ترسره شوې ده، چې په مرسته به يې د خدمتونو وړاندې کولو بهير کې لا ښه شي.
