د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د مرصوص نړیوالې پانګونې شرکت له مرستیال سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۱:۱۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د مرصوص نړیوالې پانګونې شرکت له مرستیال، واصفي اکډنیز او مل پلاوي سره د افغانستان په روغتیايي برخه کې د پانګونې په موخه لیدنه ترسره کړه

په دې ناسته کې د مرصوص نړیوالې پانګونې شرکت پلاوی، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو او د روغتیا په برخه کې د هغو برخو  مشخص کولو غوښتونکی شو، چې د افغانستان اوسېدونکي ورته زیاته اړتیا لري؛ څو وروسته یاد شرکت وکولای شي د مشخصو شویو برخو له مخې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د مرصوص نړیوال پانګونې شرکت څخه په افغانستان کې د پانګونې په موخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS