د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د ملي انسټېټیوټ له مسؤلینو سره د ساحوي اپیډیمیولوژي پروګرام په اړه ناسته تر سره کړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې د عامې روغتیا وزارت د ملي انسټېټیوټ له مسؤلینو سره د ساحوي اپیډیمیولوژي پروګرام د څلورم پړاو د پیل په اړه ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې دواړو لورو د ساحوي اپیډیمیولوژي د څلورم پړاو د پیل او په دې پروګرام کې د ۳۰ تنو هغه کسانو په اړه چې یادې برنامې ته شارت لېست شوي او د کمېټې د غړو له تائید وروسته به په یاد روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي بحث او خبرې ترسره کړې.
د دغې غونډې په دوام د ټاکل شوې کمېټې غړو تائید کړه، ترڅو یاد ۳۰ تنه چې له مخکې شارت لېست شوي په دې پروګرام کې ګډون وکړي او لازمې زده کړې ترلاسه کړي.
د یادونې وړ، چې په نږدې راتلونکي کې به د عامې روغتیا وزارت د ملي انسټېټیوټ له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ساحوي اپيډیمیولوژي پروګرام څلورم پړاو پیل شي.