د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د راستنېدونکو کډوالو لپاره د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه تورخم ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۹:۱۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه تورخم ته سفر ترسره کړ

دغه سفر چې د اړوندو معینیتونو مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو او ننګرهار عامې روغتیا رئیس په ملتیا ترسره شو، په کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتيايي خدماتو جوړې شوې کمېټې رئيس او غړو سره د شته ستونزو، ضرورتونو او غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه راز، د کډوالو په کمیپ کې له جوړو شویو روغتیایي مراکزو، سیارو روغتیایي ټیمونو او د ساري ناروغیو مخنیوي په موخه له وقایوي خدماتو څخه څارنه ترسره شوه.

د یاد سفر په ترڅ کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال اړوندو مسؤلینو ته د ښې همغږۍ او غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو د بېرته راستنېدونکو کډوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS