د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درمليزو خدمتونو ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درمليزو خدمتونو ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درملو د معقولې کارونې ترویج، د درملو او درملنې کمېټو د پیاوړتیا او د درملو مدیریت ښه والي په موخه بېلابېل فعالیتونه ترسره کړي دي.
په دې فعالیتونو کې د بلاسم روغتون د فورمولري لېست ارزونه، چې ۷۳۵ ډوله وروستي درمل پکې شامل تر سره او د یو شمېر روغتونونو د درملو او درملنې کمېټې فعالیتونو ارزونه شوې ده.
همدارنګه، د ۱۰ تنو کارکوونکو لپاره ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام تر سره، له یو شمېر روغتونونو څخه تخنیکي لیدنې شوي او د درملو د معقولې کارونې اړوند وسایل پلي شول.
د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې د ملي درملیزې پالیسۍ د بیاکتنې بهیر پیل او د ۲۱۷ قلمه هغه درملو د جواز په اړه چې په هېواد کې د توليد ظرفيت لري، کار تر سره شوی.
سربېره پر دې، د درملو لوژستیکي سیستم (PLIS) چې له څو کلونو راهیسې غیرفعال و، یو ځل بیا پراختیا ورکړل شوه او ډیټابیس یې چمتو شو. همدارنګه، د درملو د معلوماتو په مرکز کې د نشراتي طرزالعمل او کلني عملیاتي پلان د ترتیب ترڅنګ، د فارمسیستانو معلومات هم تثبیت شول.
