د داوطلبۍ دوهم ځل خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو هغه په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د ایدز، جنسی ناروغیو او هیپاتیت د کنترول ملی پروگرام د اړتیا وړ د STI درملو او هیپاتیت په (دوه لاټونو) کی چی ریفرنس شمیره یی GOV/MOPH/CDCD/HIV/CF/NCB/G30/1402  ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د اجناسو او غیرمشورتی خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند د ادویه جاتو لوی مدیریت، څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق دې خپل آفرونه (وړاندېزونه) د شرطپاڼې د شرایطو مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 02/11/1402 نېټې، د دو شنبی ورځې د سهار تر لسو بجو پورې ترتیب او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته وسپاري. ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 100,000 (سل زره ) افغانۍ اول لاټ لپاره او 50,000 (پنځوس زره )افغانۍ  دوهم لاټ لياره دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه  د 02/11/1402 نېټه، د دو شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په خونه کې ترسره کیږی.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( د ابن سینا صدري ملي او تخصصي روغتون د 1404 مالي کال د اړتیا وړ 5 قلمه طبي تجهیزات او ماشین الاتو  برابرول او . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۵۶
Background image

د تړونونو ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders