د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د محمد علي جناح روغتون کې د یوې حلقې څښاک اوبو څاه کیندلو پروژه چې د MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/CON1 ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنجشنبې ورځې 24/06/1446 ه ق چې د 06/10/1403 ه ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند، د آفر پرانستې خونې ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل- افغانستان کې موقیعت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د آفر تضمین د (25,000) پنځه ویشت زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټۍ په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( د ابن سینا صدري ملي او تخصصي روغتون د 1404 مالي کال د اړتیا وړ 5 قلمه طبي تجهیزات او ماشین الاتو  برابرول او . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۵۶
Background image

د تړونونو ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders