د خصوصي روغتیايي مرکزونو د بهرنيو او کورنيو کارکوونکو د تنظیم لپاره د عامې روغتیا وزارت له لوري ځانګړې کمیټه وګومارل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د طبی شورا لوی رئیس، ډاکتر فقیر محمد زیار په مشرۍ یوه باصلاحيته کمیټه ټاکلې ده، تر څو په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو شتون او فعالیت تنظیم کړي.

یاده کمیټه مسئولیت لري، چې د بهرنیو کارکوونکو تحصیلي اسناد او د اقامت سندونه وڅېړي او د سرغړونو په صورت کې قانوني اقدامات تر سره کړي.

د نظارت پر مهال د کابل ښار په څو روغتیايي مرکزونو کې د هغه بهرنیو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو مسلکي فعالیت، چې رسمي جواز نه درلود ودرول شو، ترڅو له اړوندو ادارو څخه لازم جوازونه ترلاسه کړي.

دغه نظارتي بهیر به ډېر ژر نورو ولایتونو کې هم عملي شي. یاده کمیټه به د کورنیو ډاکترانو کړنې هم وارزوي، چې د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند کېږي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت به د اړتیا په صورت کې د خپلو کاري پروګرامونو ښه‌ والي لپاره لازم اصلاحات هم راولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS